کندوز کې د انټرکلب کرېکټ سیالیو اتلولي الکوزي لوبډلې وګټله او لومړی مقام یې خپل کړ.
دا لوبې ۳۸ ورځې وړاندې پیل شوی وې، چې د کندوز د مرکز لوبډلې په ګډون د ټولو ولسوالیو کرېکټ لوبډلو ګډون پکې کړی و.
پرون جمعه د کندوز ولایت په کرېکټ لوبغالي کې فاینل لوبه وشوه، چې الکوزي لوبډلي اتلولي پکې په خپل نوم کړه.

