د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د هرات له والي شیخ نور احمد اسلامجار سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه ښاغلي اسلامجار په هرات کې د اسلامي امارت د مسولینو د فعالیتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستيال ته راپور ورکړی دی.
د هرات والي ویلي، په دې ولایت کې د اسلامي امارت مجاهدین او مسولین تل د خلکو د ټولنیزې هوساینې د تامین او د ستونزو د حل هڅه کوي.
نوموړي زیاته کړې، په دې وروستیو کې د اسلام کلا له لارې هېواد ته د کډوالو راستنېدل په بېسارې توګه ډېر شوي او مسولین له ځنډ پرته راستنو شویو هېوادوالو ته خدمات برابروي، ترڅو دوی په ارامۍ او ډاډ خپلو ولایتونو او سیمو ته ولېږدول شي.
شیخ نور احمد اسلامجار همدارنګه له کډوالو سره د دې ولایت د خلکو د مرستو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د کډوالو د هوساینې د تامین لپاره به خپل ټول امکانات وکاروي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، راستنو شویو کډوالو ته د رسېدنې په برخه کې د یاد ولایت د مجاهدینو او مسولینو فعالیتونه او کړنې ستایلي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، سره له دې چې له ایران څخه د کډوالو د را اېستلو بهیر چټک شوی، خو اسلامي امارت د هرات د شریفو خلکو په همکارۍ توانېدلی چې د کډوالو موضوع په ښه توګه مدیریت کړي.
دغهراز نوموړي د اسلامي امارت له سیمهییزو مسولینو او د هرات له متدینو خلکو د صادقانه زحمتونو او هڅو مننه او قدرداني کړې دی.

