په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر شیخ صنیعالله فرهمند له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدنه کړې ده.
ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د هېواد د تولیداتو د صادراتو او بازارموندنې، افغان سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.
سفارت زیاتوي، چې افغان سوداګرو له نوي سفیر څخه د هرکلي تر څنګ د اسلامي امارت له فعالیتونو خوښي څرګنده کړې او د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د بشپړې همغږۍ ډاډ ورکړی دی.

