په قزاقستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مفتي محمدالرحمن د افغانستان لپاره د یاد هېواد له ځانګړي استازي يرکین توکوموف سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې افغان سفیر د اسلامي امارت د بهرني سیاست، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، د کډوالو وضعیت، وروستیو سېلابونو او د کارموندنې په اړه معلومات شریک کړي دي.
نوموړي همداراز د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی او له قزاقستان څخه یې د ورته اقدام هیله څرګنده کړې ده.
ورته مهال ښاغلي توکوموف د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا ژمنه کړې او ویلي یې دي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې همکاري پراخه کړي.

