ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

علمي بحث: د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه او راتلونکي فرصتونه!

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه او د بهرني سیاست په برخه کې د دغه مهم پرمختګ پر مخینه، عواملو او راتلونکو فرصتونو په یوه علمي غونډه کې تفصیلي بحثونه کړي دي.

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس دوکتور عبدالحي قانت د کلیدي ویناوال په توګه خبرې کړې او د اسلامي امارت او روسیې په اړیکو کې یې دغه پرمختګ خورا مهم بللی دی.

د هغه په وینا، که څه هم اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سیاست په رڼا کې له ګڼ شمېر هېوادونو سره مثبتې اړیکې او تعامل لري، خو دغه پرمختګ به نه یوازې له روسیې سره په دوه اړخیزو اړیکو کې، بلکې له نورو هېوادونو سره به د اړیکو او تعامل په برخه کې هم ګڼ فرصتونه راوټوکوي.

ښاغلي قانت د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پر مخینه او د هغه هېواد پر مثبتو تدریجي اقداماتو بحث کړی او ویلي یې دي، روسیې د اسلامي امارت له راتګ وروسته بېلابېلې اندېښنې لرلې، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې اندېښنې ورو ورو رفع شوې.

د هغه په خبره، روسیه د سیمې د امنیت او په دې برخه کې د اسلامي امارت د مثبتو سیاستونو، له نشه‌یي توکو سره د پرېکنده مبارزې، د رغنده تعامل لپاره د اسلامي امارت د سیاسي ارادې او ځینو نورو مسائلو له کبله دې پایلې ته ورسېده، چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

دوکتور عبدالحي قانت زیاته کړې، چې د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو پر وړاندې شته خنډونه په بشپړه توګه له منځه ولاړل او له دې سره ګڼو فرصتونو ته لاره هواره شوه.

دغه‌راز دا اقدام به نور هېوادونه هم دې ته وهڅوي، چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني، ځکه اوس‌مهال د سیمې له ګڼو هېوادونو سره خورا مثبتې اړیکې جوړې شوې، چې له رسنیزو بیانونو هاخوا پر مهمو کاري مسائلو راڅرخي.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس او د بهرنیو چارو وزارت ګڼو نورو همکارانو هم د موضوع په اړه خپل نظرونه شریک کړي او د روسیې دغه اقدام یې د اسلامي امارت د بهرني سیاست لپاره یو مهم پرمختګ یاد کړی دی.