ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روسیې له سفیر سره د ملا نورالدین ترابي لیدنه؛ د ګډو همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار شوی

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د روسیې فدراتیف جمهوریت له سفیر دیمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې ناسته کې ملا نورالدین ترابي د روسیې له لوري د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له امله مننه کړې او ویلي یې دي، چې روسیې په تېرو کلونو کې هم د افغانستان له ولس سره د سختو حالاتو پر مهال د پام وړ بشري مرستې کړې دي.

ښاغلي ترابي د اقلیمي بدلونونو په تړاو ویلي، افغانستان د دې بدلونونو له امله سخت اغېزمن شوی، چې له امله یې د وچکالۍ، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو کچه لوړه شوې او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

نوموړي د روسیې له سفیر څخه غوښتي، چې له افغان ولس سره د هر ډول خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وکړي.

د روسیې فدراتیف سفیر دیمیتري ژیرنوف د ښاغلي ترابي له لیدنې مننه کړې او ویلي یې دي، روسیه لومړنی هېواد دی، چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده او دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو نیتونو او دوامداره همکاریو ښکارندویي کوي.

نوموړي زیاته کړې، موږ به هڅه وکړو چی اړینې مرستې درسره وکړو.

د غونډې په پای کې، دواړو لوریو د پېښو مدیریت او نورو برخو کې د ګډو همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی.