له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د بېرته راستنولو د کمېسیون په نوښت، شیخ شهابالدین دلاور په مشرۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د تېرې ادارې ۱۷ تنو لوړ پوړو چارواکو ته د مصونیت کارتونه ورکړل شول.
ښاغلي دلاور، راستنو شویو شخصیتونو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورورلۍ، سولې او یووالي پیغام ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې اسلامي امارت د هر هغه افغان هرکلی کوي، چې غواړي د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.
همداراز د کمېسیون ویاند مولوي احمدالله وثیق هم په خپلو څرګندونو کې له بهر مېشتو افغانانو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او د اوسني نظام ترڅنګ د هېواد په رغونه کې ونډه واخلي.
په غونډه کې د تېرې ادارې ځینو راستانه شویو چارواکو، لکه د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر محمد عارف نورزي، د ملي دفاع وزارت د دایاک ادارې پخوانی رییس غلام فاروق پرواني او د پخواني ولسمشر حامد کرزي پخوانی نظامي سکرتر محمد کریم کوهستاني خبرې وکړې او ویې ویل، چې د هېواد اوسنی وضعیت د راستنېدو لپاره مناسب دی او غواړي پاتې ژوند د هېواد په چوپړ کې تیر کړي.
همدارنګه په غونډه کې د کمېسیون د مشرتابه، دارالانشاء، قضایي بورډ او رسنیو استازو ګډون درلود.

