ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د تورخم دروازې د پرانستې په اړه افغان او پاکستاني چارواکو لیدنه وکړه

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې تېره ورځ د دې سفارت سرپرست سردار احمد شکیب د تورخم دروازې او اړوند موضوعاتو په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان له خاص استازي اصف دراني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د تورخم دروازې د بندیدو له کبله د مسافرو، ناروغانو او سوداګرو د ستونزو په اړه بشپړې خبرې شوې دي.

سردار احمد شکیب ویلي، چې د دروازې بندیدل د دواړو هېوادونو پر زیان دي او د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره یاده دروازه پرانیزې، تر څو د بندو مسافرو او سودګرو ستونزې حل شي.

اصف دراني ډاډ ورکړی، چې له خپلو اړونده اداراتو څخه يې د تورخم دروازې د ژر خلاصون غوښتنه کړې او یاده دروازه به د عام تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ پرانیستل شي.

د یادولو وړ ده، چې یاده لاره د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ پر ډیورینډ فرضي کرښه د نښتې له امله تړل شوې ده.