د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي په غزه کې د بشري ناورین په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې که د جګړې د پای ته رسولو په موخه د اوربند هوکړه عملي نشي، نو د اسرائیلو پر وړاندې به نور اقدامات وکړي.
ډېوېډ لامي په غزه کې د بشري مرستو د وېش په نوي مېکانېزم، چې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې د بشري بنسټ په نوم فعالیت کوي، هم نیوکه کړې ده.
نوموړي ویلي: “موږ څرګنده کړې چې د جوړ شوي بشري بنسټ ملاتړ نه کوو. دا بنسټ په ښه ډول کار نه کوي. ډېر خلک له لوږې سره مخ دي. ډېرو خلکو خپل ژوند بایلود. موږ په نړایواله کچه دا جوړ شوی سیسټم غندلی دی.”
په تېرو اونیو کې سلګونه فلسطینیان د غزې له بشري بنسټ څخه د مرستو اخیستلو پر مهال د اسرائیلي یرغلګرو له لوري شهیدان شوي دي.
ډېوېډ لامي د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې که چېرې په غزه کې له زغمه وتلی حالت دوام وکړي، د برېتانیا دولت به د اسرائیلو پر وړاندې اقدامات وکړي، ویلي: “هو، موږ به اقدامات وکړو.”
برېتانیا، اسټرالیا، کاناډا، ناروې او نیوزیلنډ تېره میاشت هم د اسرائیلو د امنیت پر وزیر ایتامار بنګویر او د مالیې پر وزیر بزلل اسموتریچ د فلسطینیانو پر وړاندې د پاروونکو څرګندونو له امله بندیزونه لګولي وو.
برېتانیا له دې اقدام شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د غزې د کلابندۍ او بشري ناورین له امله له اسرائيلي رژیم سره د یوه نوي سوداګریز تړون خبرې اترې هم ځنډولې وې. تېر کال یې بیا اسرائیلو ته د یو شمېر وسلو صادرات هم بند کړل.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د مېشت اسرائیلیانو تاوتریخوالی او د مېشت ځایونو ناقانونه پراختیا هم غندلې او ویلي یې دي، چې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي.
که څه هم چې د فلسطینیانو د حقونو ملاتړي دا اقدامات ستایي، خو نیوکه کوي چې تر ډېره سمبولیک دي او د اسرائیلي رژیم پر وړاندې، چې له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه کوي، جدي پایلې نه لري.

