د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې قومي مشرانو له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د اوسني وضعیت او مېشتېدو په اړه خپل معلومات له ښاغلي وزیر سره شریک کړل.
دوی څرګنده کړه، چې راستانه شوي کډوال د لنډ مهالې سرپناه له جدي اړتیا سره مخ دي او غوښتنه یې وکړه چې په یاده ولسوالۍ کې دې د دوی لپاره یو ښارګوټي جوړ شي.
دغهراز یادو مشرانو د خپلو وړاندیزونو پر دوام، کډوالو ته د روغتیايي مرکز د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
مولوي عبدالکبیر دغو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د اسلامي امارت ادارې د کډوالو عالي کمېسیون په مشرۍ د راستنېدونکو د ستونزو د حل او خدماتو وړاندې کولو ته ژمنې دي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د روحاني بابا ولسوالۍ لپاره د لنډمهاله سرپناه برابرولو په برخه کې پلان شته او اسلامي امارت د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره اړین چمتووالی نیولی دی.

