د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د برېتانیا پارلمان ته په خبرو کې له لندن غوښتي، چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
نوموړي ویلي، چې برېتانیا دې له فرانسې سره د فلسطین په رسمیت پېژندلو کې په ګډه کار وکړي.
مکرون ټینګار کړی، چې د فلسطین په رسمیت پېژندل د سیمې د سولې او ثبات لپاره یوازینۍ لاره ده.
نوموړي په غزه کې له قید او شرط پرته د سملاسي اوربند غوښتنه هم کړې ده.
سربېره پر دې ایمانویل مکرون د دفاع، کډوالۍ، اقلیم او سوداګرۍ په برخو کې د اروپا د پیاوړتیا په موخه د فرانسې او برېتانیا پر یووالي ټینګار کړی دی.
ښاغلي مکرون یو ځل بیا ژمنه کړې، چې اروپايي هېوادونه به اوکراین هېڅکله له روسیې سره په جګړه کې یوازې پرې نږدي.
د فرانسې ولسمشر د برېتانیا د پاچا چارلس درېيم په رسمي بلنه لندن ته درې ورځنی سفر کړی دی.

