د رویټرز د راپور له مخې، د فرانسې په سویلي ښار مارسېل کې د اورلګېدنې له امله د ۲۲ پولیسو او د اوروژنې د نهو کارکوونکو په ګډون ۱۱۰ کسان ټپیان شوي دي.
فرانسوي چارواکو ویلي، چې شاوخوا ۸۰۰ اوروژونکي د اور په مهارولو بوخت دي، خو د تېزو بادونو له امله د اور لمبې په چټکۍ سره خپرېږي.
د دې اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۴۰۰ کسان بېځایه شوي او ۷۰۰ هکټاره ځمکه هم سوځېدلې ده.
د مسولینو په خبره، د مارسېل هوايي ډګر د الوتنو پر مخ تړل شوی او معلومه نه ده، چې څه وخت به بېرته پرانیستل شي.
د مارسېل ګڼې رېل پټلۍ د تګ راتګ پر مخ تړل شوې او ځینې سړکونه او لویې لارې هم بندې شوې دي.
ځايي چارواکو ویلي، چې شاوخوا ۲۰ ودانۍ زیانمې شوې، خو د مرګژوبلې په تړاو راپور نه دی ورکړل شوی او اور وژونکو سلګونه نورې ودانۍ له سوځېدلو ژغورلې دي.

