ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د افغانستان نفوس نږدې ۳۶.۴ میلیون اټکل شوی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد اټکلي نفوس نږدې ۳۶.۴ میلیون اعلان کړی او په نږدې راتلونکي یې کې د هېواد په کچه د رسمي سرشمېرنې د پیل خبر ورکړی.

د یادې ادارې ویاند محمد حلیم رافیع  ویلي، د دغه نفوس له ډلې یې ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه ښځېنه دي.

ښاغلی رافیع زیاته کړې، په کابل کې ۶.۱ میلیون وګړي ژوند کوي، چې ۳.۱ میلیون یې نارینه او درې میلیونه یې ښځینه دي.

د نوموړي په وینا، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د رسمي سر شمېرنې لپاره کړنلاره جوړه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به دغه بهیر پیل شي.

د احصایي او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د افغانستان د وګړو اټکلي شمېر ۳۲ میلیونه، ۶۹ زره او ۱۶۷ تنه ښودل شوی و.