ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امریکا په ټکزاس کې مرګوني سېلابونه؛ له ۱۸۰ ډېر کسان لا هم نادرکه دي

د امریکا په ټکزاس ایالت کې له ویجاړوونکو سېلابونو پینځه ورځې وروسته لا هم د ژغورنې ټیمونه د ورکو جسدونو په لټه کې دي.

رویټرز خبري اژانس د ایالتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې تر دې دمه د مړو شمېر ۱۰۹ ته رسېدلی او له ۱۸۰ ډېر کسان لا هم بې‌درکه دي.

له څو لسیزو راهیسې دا په امریکا کې تر ټولو مرګوني سېلابونه ګڼل شوي دي.

د ټکزاس والي ګریګ ایبټ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، یوازې د ټکزاس په کر کاونټي سیمه کې د سې‌شنبې په ورځ ۹۴ جسدونه موندل شوي، چې درېیمه برخه یې ماشومان دي.

د ټکزاس د والي په خبره، په همدې کر کاونټي کې د ۱۶۱ کسانو لېست نیول شوی، چې ګومان کېږي لادرکه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ۱۲ نور کسان په نورو سیمو کې ورک دي.

ګریګ ایبټ ټینګار کړی، چې د هر ورک شوي پیدا کول یې لومړیتوب دی.

چارواکو اعلان کړی، چې اوښتو زیانونو ته په کتو ښايي د قربانیانو شمېر دوه برابره زیات شي.