د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سعودي عربستان په جدې ښار کې د دې هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدنه کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو موضوعاتو خبرې کړې دي.
همدا راز ښاغلي عراقچي د سعودي عربستان د دفاع له وزیر خالد بن سلمان سره هم لیدلي او د همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.

