ایران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو له رییس مجتبی شصتي سره لیدنه کړې.
ایران کې د افغانستان سفارت وایي، چې یاده لیدنه کې د افغان کډوالو د راستنېدو په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا او د هرات او خراسان رضوي د والیانو ترمنځ د ګډې ناستې د هوکړو د تعقیب په اړه خبرې شوې دي.

