ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د نړیوالې محکمې په نوم څه نه پېژنو او نه ورته کومه ژمنتیا لرو

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې یوځل بیا د نړېوالې محکمې تر نوم لاندې یو نهاد اعلان کړی، چې د اسلامي امارت ځینې مشران باید ونیول شي او محاکمه کړای شي.

 نوموړي زیاته کړې، چې دغسې څرګندونې د اسلامي امارت په کلک هوډ او شرعي موقف باندې هيڅ اغیز نشي کولای او زیاتوي، چې موږ د نړیوالې محکمې په نوم او عنوان هیڅ بنسټ نه پيژنو او نه ورته ژمنتیا لرو.

ښاغلي مجاهد ویلي، په داسې حال کې چې په غزه کې د اسرائیلو صهیونیست رژیم او د هغوی د بهرنیو ملاتړو لخوا نسل وژنه روانه ده او دا په اصطلاح نړیوالې محکمې تر سترګو لاندې هره ورځ سلګونه ښځې او ماشومان پرته له کوم دلیل څخه وژل کیږي د بشرحقوقو، نړیوالې محکمې او انصاف شعارونه ورکول د شرم او خجالت خبره ده.

 د اسلامي امارت ویاند دغه راز ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ او مشرانو په افغانستان کې د اسلامي شریعت د سپيڅلو قوانینو په اساس بېساری عدالت حاکم کړی.

 د ښاغلي مجاهد په وینا، د اسلامي شریعت قوانینو ته د بشر خلاف او ظلم نسبت کول او تطبیق کوونکو ته یې د نیولو او محاکمې کولو اخطارونه ورکول، د اسلام له سپيڅلي دين او شرعي قوانینو سره ښکاره دښمني او کرکه په ډاګه کوي او دا د ټولو مسلمانانو معتقداتو ته سپکاوی دی.