ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې سره وکتل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې ميهيونګ پارک سره وکتل.

د کډوالو نړیوال سازمان مشرې له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د حالت په تړاو معلومات شریک کړي او ویلي یې دي، چې د مالي سرچینو د کمښت سربېره هڅه کوي اړمنو ته اړین خدمات وړاندې کړي.

نوموړې زیاته کړې، چې د کډوالو نړیوال سازمان تر رهبرۍ لاندې ادارې او موسسې په هرات او نیمرزو ولایتونو کې کار کوي او که اړتیا شي، نورو سیمو ته به هم خپل فعالیتونه وغځوي.

اغلې ميهيونګ پارک په اسلام قلعه او نیمروز کې د کډوالو نړیوال سازمان د فعالیت لپاره د ځمکې وړاندېز کړی او همدارنګه د کډوالو د ثبت اړوند طرحه او نظرونه یې له محترم وزیر سره شریک کړي دي.

مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان مشرې او کارکوونکو ته ښه راغلاست ویلی او له کډوالو سره یې د یاد سازمان له مرستو مننه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت له خپلو امکاناتو راستنېدونکو افغانانو ته خدمات پیل کړي او د هرات سربېره نیمروز ته هم صحي او نور خدمات رسیدلي دي.

د ښاغلي وزیر په وینا، د کډوالو چارو د وزارت ټيمونه په پولو کې په کار لګیا دي او د خدماتو لپاره د نړیوالو لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان پر وړاندېزونو د غور کولو یادونه کړې ده.