د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ ‘یوناما’ د عامه اړیکو د څانګې له سرپرستې جولیا الینو سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د یوناما د عامه اړیکو د څانګې سرپرستې د خپلو فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دا څانګه په افغانستان کې د روغتیا، تعلیم، تحصیل او چاپېریال ساتنې په برخو کې فعالیت کوي او غواړي، چې د مطالعې فرهنګ د ترویج، عامه پوهاوي او د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړولو په برخو کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همکاري وکړي.
ښاغلي فراهي ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د اسلامي امارت د پالیسیو په رڼا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړولو او عامه پوهاوي په برخه کې د بهرنیو موسسو د ګټورو او اغېزمنو پروګرامونو په تطبیق کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې د بهرنیو موسسو ټول پروګرامونه باید له اړوند امارتي ادارو سره په همغږۍ ترسره شي.
جولیا الینو هم ژمنه کړې، چې د دې څانګې ټول پروګرامونه به د اطلاعاتو او کلتور وزارت او نورو اړوندو ادارو په بشپړې همکارۍ او همغږۍ ترسره کېږي.

