ټولګټو وزارت وايي، د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ پروژه څلور برخې لري، چې دوې یې د ایران اړوند او درېیمه یې د هرات ولایت تر روزنک سټیشن پورې رسیږي. د درېیمې برخې رغنیزې چارې بشپړې شوې او دا مهال عملاً ګټه ترې اخیستل کېږي.
د مسولینو په خبره، څلورمه برخه یې دوه فازونه لري، چې لومړی فاز یې ۴۳ کیلومتره او دویم یې د ۴۷ کیلومترو په اوږدوالي سره د افغانستان د هرات ولايت صنعتي ښارګوټي ته رسېږي.
د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت لخوا له یوه قزاقستاني شرکت سره قرارداد شوې دي.
د یادې پروژې د زیربنايي (کیندلو او ډکولو) برخې ۹۶ سلنه او د ریل نصبولو چارې يې ۸۵ سلنه بشپړې شوي دي.
په دې پروژه کې د شاوخوا ۸۱ پلګوټو او ۵ لويو پلونو کار هم شامل دی، چې له جملې یې د ټولو پلګوټو او د ۳ لويو پلونو کار بشپړ شوی دی.
د پروژې په لومړۍ برخه کې د مسافرو د خوندي او هوسا تګ راتګ په موخه ۶ د تګ او راتګ ځايونه په پام کې نيول شوي، چې رغنيزې چارې يې ۲۵ سلنه بشپړې شوې. دغه راز د سوداګریزو توکو او مسافرینو د تخليې او بارګيرۍ او د اورګاډي د سبقت لپاره په رباط پریان سیمه کې په عصري امکاناتو يو مجهز تمځای طرحه شوی، چې شاوخوا ۲۰ سلنه فزیکي کاري پرمختګ لري.
د یادونې وړ ده، چې د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل شي. د سودا ګریزو توکو د لېږد رالېږد بیې د کمښت او چټکتیا ترڅنګ به د سیمو ترمنځ واټن را لنډ او د افغانستان تولیدي توکي به د نړۍ بازارونو ته لاره ومومي.

