یو شمېر روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د دې هېواد د ګرځندوی شرکتونو افغانستان ته د سفر اعلانونه پیل کړي.
د راپورونو پر بنست، روسي وګړو ته وړاندیز شوی، چې د شاوخوا ۳ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوې اونۍ لپاره افغانستان ته سفر کولای شي.
د روسیې له لوري د اسلامي امارت له رسمیت پېژندنې وروسته د مسکو او کابل تر منځ اړیکې تر بل هر وخت پیاوړې شوې دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان ډاډمن امنیت، طبیعي ښکلا او تاریخي ابداتو د بهرنیو سېلانیانو پام ځان ته را اړولی دی.

