ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شهرنو مرکز کې د اسان خدمت له لارې نږدې ۲۲ زره کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو او زېږون کارت خدمتونه وړاندې شوي

د کابل ښار شهرنو اسان خدمت مرکز د روان ۱۴۰۴ کال له پیل تر اوسه ۲۱ زره او ۶۸۸ کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو او زېږون کارت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

په دې خدمتونو کې د ۱۲ زره او ۶۴۵ نویو برېښنایي پېژندپاڼو ، دوه زره او ۱۰۶ کسانو ته د زېږون کارتونو (یو زر او ۶۰۶ د لویانو او ۵۰۰ د ماشومانو زېږون کارتونه) وېش او شپږ زره او ۹۳۷ کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونه شامل دي.

د اسان خدمت شهرنو مرکز عمومي مدیر لطف‌الله فقیرزاده وايي، چې یاد مرکز ته په ورځني ډول له ۵۰۰ تر ۶۰۰ غوښتونکي د برېښنایي پېژندپاڼو او زېږون کارت اړوند خدمتونو د ترلاسه‌کولو په موخه مراجعه کوي.

ښاغلی فقیرزاده همدارنګه زیاتوي، چې په دې مرکز کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او په دې برخه کې مراجعینو ته د مثنی پېژندپاڼې وېش، د کارت پر مخ د اصلاحاتو او د پېژندپاڼې نوې کولو خدمتونه وړاندې کېږي.

دغه‌راز د برېښنایي پېژندپاڼو غوښتونکي د خدمتونو له چټک بهیر خوښ دي او وايي چې په دې مرکز کې د مراجعینو لپاره زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوې او هېوادوال کولای شي په لنډ ممکن وخت کې خپله برېښنایي پېژندپاڼه، زېږون کارت او نور اړوند خدمتونه په اسانۍ سره ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په مرکز او ولایتونو کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګو او اسان خدمت مرکزونو په پراخولو سره هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو د برېښنایي پېژندپاڼو او نورو اړوندو خدمتونو ترلاسه‌کول اسانه کړي.