ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د عدلیې وزارت مهمې لاسته راوړنې!

عدلیې وزارت وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ۱۴۰۳ کال تر پایه ګڼې کړنې او لاسته راوړنې لري، چې ځینو ته یې په لاندې توګه اشاره کوو.

– عدلیې وزارت په ټول هېواد کې ۳.۵ میلیونه جرېبه غصب شوې امارتي ځمکه بېرته راګرځولې او له ۴۹ میلیونه جرېبه ډېر نوره یې د غصب د مخنیوي د ولایتي کمېسیونونو د تخنیکي ټیمونو پر مټ امارتي تثبیت کړې ده.

– په دې موده کې ۹ قوانین، یوه مقرره، درې طرزالعملونه، یوه اصول نامه او ۴۸ فرمانونه، ۳۰ حکمونه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ۸ هدایتونه له توشیح وروسته په رسمي جریده کې چاپ او نشر شوي دي.

– ۱۱۹ تقنیني سندونه تسوید او بیا کتل شوي، د ۱۹۶ تقنیني سندونو فقهي تخریج شوی، په ۵۲ تقنیني سندونو کې د نغدي جریمو لپاره بدیل جوړ شوی او ۷۰۷ حقوقي مشورې چمتو شوې دي.

– یاد وزارت په تېرو نږدې څلورو کلونو کې له ۴۵۰ زره جرېبه ډېره ځمکه، له ۴ زره او ۶۰۰ ډېر دوکانونه، لسګونه کورونه، تعمیرونه او سرایونه؛ له یو میلیارد او ۲۶۳ میلیونه ډېرې افغانۍ؛ له یو میلیون او ۱۴۶ زره ډېر امریکايي ډالر او څه باندې ۷۲۳ زره یورو د محکمو د حکم پر اساس اسلامي امارت ته راګرځولې دي.

– دې وزارت له ۵ زره او ۸۹۰ اړمنو او بې‌وزله شکمنو او تورنو کسانو سره وړیا حقوقي مرستې کړې، درې زره او ۲۷۰ کسانو ته یې وړیا حقوقي مشورې ورکړې او د یو زر او ۶۴۸ پروګرامونو له لارې یې د هېواد نږدې ۳۵۰ زره اتباعو ته حقوقي پوهاوی ورکړی دی.

– عدلیې وزارت په تېرو نږدې څلورو کلونو کې ۲۴۴ خیریه بنسټونو او ۲۵۷ ټولنو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي. سربېره پر دې ۴۶ خیریه بنسټونه او ټولنې د سرغړونو له امله لغو شوې دي.

– د رهنمای معاملاتو ۳ زره او ۸۶۱ نوي جوازونه وېشل شوي او یو زر او ۴۴۳ نور نوي شوي دي. د دې تر څنګ د رهنمای معاملات له ۴ زره او ۷۷۰ دفترونو څارنه شوې او ۸۸۱ د تخلفاتو له امله تړل شوي دي.

– ۲ زره او ۳۴۳ مدافع وکیلانو ته جوازونه ورکړل شوي. په دې جوازونو کې ۸۳۲ نوي ورکړل شوي او یو زر او ۵۱۱ زاړه بېرته نوي شوي دي. سربېره پر دې د مدافع وکیلانو ۱۱۳ شکایتونو ته رسېدنه شوې، په ټول هېواد کې له ۹۱۵ دارالوکالو څخه څارنه شوې او ۱۴۰ مدافع وکیلانو ته سپارښتنه شوې او خبرداری ورکړل شوی دی.

– عدلیې وزارت په دې موده کې د ۳۲۳ زره او ۸۶۷ رسمي سندونو ژباړې تایید کړي دي.

– د وکالت دفاع لپاره څلور دورې ازموینه اخیستل شوې. په دې ازموینو کې دوه زره او ۱۲۱ کسانو ګډون کړی، چې یو زر او ۷۱۸ یې بریالي او د جواز لپاره وړ ګڼل شوي دي.