د مراکش هېواد په مرکز کې د ریښتر په کچه ۶.۸ درجې زوروره زلزله شوې.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې یاده زلزله تقریباً ۱۸.۵ کیلو مټره ژوروه وه، چې مرکز یې له مراکش ښار څخه ۷۱ کیلو متره لرې جنوب لویدیځ خوا کې و.
مراکشي چارواکو ویلي، چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دې پېښه نږدې ۳۰۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د عیني شاهدانو په وینا؛ د دې زلزلې له امله د برېښنا او تلیفون خدمات هم بند شوي دي.
مراکش کې دا تر ټولو قوي زلزله ښودل شوې ده.
د دې زلزلې ټکانونه په ګاونډي الجزایز هېواد کې هم حس شوي، خو ځایي چارواکو یې ویلي، چې هېچا ته مرګ ژوبله نه ده پکې اوښتې.
دغه زلزله د افغانستان په وخت نن سهار او په ځايي وخت د شپې ۱۱ بجې شوې ده.

