ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیا کې د غنمو سږني حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

د پکتیا د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د دې ولایت د غنمو سږنیو حاصلاتو کې د تېرکال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

د پکتیا کروندګر د غنمو سږنیو حاصلاتو ته خوښ دي او وایي، چې سږکال یې حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

دغه‌راز د یاد ولایت بزګران وایي، چې دلته اوس مهال ډېری خلک د غنمو په کرکیله بوخت دي خو ترڅنګ یې جوار، لوبیا، کچالو او نور حبوبات هم په زیاته پیمانه کرل کېږي. دوی په یادو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د پکتیا کرنې ریاست مسوولین وایي، د همکارو موسسو په مرسته یې له بزګرانو سره د غنمو کروندې په وخت کې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کړې، چې له دې امله سږنيو حاصلاتو کې هم زیاتوالی څرګندېږي.

پکتیا چې اکثر ختیځې ولسوالۍ یې ګرم سېر سیمو څخه شمېرل کېږي د غنمو حاصلات یې څه موده وړاندې ترلاسه شوي خو د مرکز په شمول څو ولسوالیو کې یې اوس مهال کروندګر د حاصلاتو په راټولولو بوخت دي.