د سيانان خبري شبکې د راپور له مخې، د امریکا په ټکزاس ایالت کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۰۴ ته لوړ شوی او لسګونه کسان لا هم ورک دي.
چارواکو ویلي، چې یوازې د ټکزاس په کر کاونټي سیمه کې د ۲۸ ماشومانو په ګډون ۸۴ کسان مړه شوي دي.
ځايي مسولینو ویلي، چې د پلټنې عملیات به د زیانمنو او لادرکه کسانو تر پیدا کولو پورې دوام ومومي. دوی د سیمې له اوسېدونکو غوښتي، چې د ورکو شویو خپلوانو او ملګرو په تړاو یې معلومات ورسره شریک کړي.
د ټکزاس والي ګریګ ایبټ وړاندې ویلي وو، چې ۴۱ کسان لادرکه دي او ښايي دا شمېر ډېر لوړ وي.
سربېره پر دې مسولینو نن له غرمې وروسته هم د بارانونو او توپانونو خبرداری ورکړی دی.

