ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۲۵ تنه منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، چې د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ ییزو قول اردوګانو ۱۲۵ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له نهو مسلکي کورسونو څخه د دې قول اردو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد”محمدي” او ګڼ شمېر نورو مسوولینو په شتون کې فارغ شول.

 مسوولینو یادو فارغانو ته دوینا پر مهال د اِعداد اهمیت او ارزښت بیان کړ او زیاته یې کړه: “له ترلاسه کړو زده کړو څخه په عملي ډګر کې ګټه پورته کړئ او په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نور منسوبین هم د زده کړو ترلاسه کولو ته وهڅوئ”.

ورته مهال نویو فارغانو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د ترلاسه شویو مسلکي زده کړو او قوي ایماني جذبې پر مټ د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په میړانه ساتنه کوي.

مراسم فارغانو ته د مسوولینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.