ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ د سیاسي مشورتي میکانیزم د لومړي پړاو غونډه په اسلام‌اباد کې وشوه.

د افغانستان له لورې د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې رییس مفتي نور احمد نور او د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او لوېدیځې اسیا د چارو مرستیال سید علي اسد ګیلاني پرغاړه وه.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې یاده ناسته کې پر دوه اړخیزو سیاسي مسایلو، سوداګرۍ، ترانزیټي همکاریو او سیمه‌ییز اتصال خبرې شوې دي.

 د یاد وزارت په وینا، دواړو خواوو دغه‌راز پاکستان کې د افغان بندیانو او کډوالو ستونزو پر حل، او افغان مریضانو او سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو پر راوستلو ټینګار کړی.

د ناستې په پای کې پر سیمه‌ییز پرمختګ او د دوه‌اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې پر امنیت ټینګار شوی او ژمنه شوې، چې د شته ننګونو د حل لپاره به خپل تعامل ته دوام ورکوي.