نن دوشنبه (د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۱۱مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د مرستیال مهاجر فراهی په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وکړه.
په پيل کې د تېرې غونډې راپور وړاندې شو او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه وارزول شول.
په غونډه کې د بېلابېلو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سر سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.
د غونډې په پای کې هغه شمېر کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.

