د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع په مشرۍ د ۱۴۴۷ قمري کال لومړنۍ اداري غونډه نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې وشوه.
په دې غونډه کې د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي ریاست بېلابېلو رییسانو ګډون درلود.
ډاکټر ملا عبدالواسع دا ډول غونډې د چارو د لا ښه والي، همغږۍ، همکارۍ او ښه خدمت لپاره ګټورې بللې دي.
نوموړي ویلي، مسولین دې شته نیمګړتیاوې او ستونزې په اساسي توګه حل، خپلمنځي همغږي او متقابل درناوی دې لا زیات او خپل مسولیتونه دې په ښه توګه ترسره کړي. همدارنګه د چارو د لا ښه والي او لګښتونو د کموالي لپاره دې دوامدارې هلې ځلې وشي.
وروسته مولوي صالح محمد مصلح د ودانیو د ساتنې او پالنې ریاست، مولوي محمد داود محمدي د تخنیک او ترانسپورټ ریاست، مولوي ګلزار احمد حقاني د تدارکاتو ریاست او مولوي عبدالخلیل روحاني د ریاست الوزرا اداري معاونیت اړوند موضوعات، اړتیاوې او غوښتنې مطرح کړې دي.
همدارنګه له اجنډا سره سم د ازاد بحث په برخه کې د بېلابېلو ادارو استازو د اړوند او مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظریات، وړاندیزونه او معلومات شریک کړي او غونډه د خیر په دعا سره پای ته رسېدلې ده.

