د پوهنې وزیر مولوي حبیبالله اغا د کابل ښار د پوهنې ریاست د مسوولینو په ملتیا، د حبیبیې عالي لېسې له څلورنیم میاشتنیو ازموینو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د اوومې تعلیمي حوزې له مسوولینو سره تر ناستې وروسته، یادې لېسې ته لاړ او د ښوونځي د مسوولینو، ښوونکو او زدهکوونکو لهخوا یې تود هرکلی وشو.
د پوهنې وزیر د ازموینو بهیر له نږدې وڅاره، د زدهکوونکو پارچې یې وکتلې او له ښوونکو سره یې د ارزونې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
نوموړي ښوونکو ته سپارښتنه وکړه، څو د ارزونو پر مهال د زدهکوونکو وړتیا ته جدي پاملرنه وکړي او هغوی په اسلامي او ملي روحیه وروزي.
مولوي حبیبالله اغا زدهکوونکي علم او پوهې ته وهڅول او ټینګار یې وکړ، چې زدهکوونکي باید درسونه یوازې د ازموینې لپاره نه، بلکې د خپلې علمي کچې لوړولو لپاره ولولي، تر څو د هېواد او ټولنې د روښانه راتلونکې لپاره د خدمت جوګه شي.

