ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۱۶۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وایي؛ په تېرو دوو اوونیو کې  د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د غبرګولي مياشتې له ۳۰مې څخه د چنګاښ تر ۱۲مې نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۴ زره او ۶۷۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۱۲۱ زره ۶۵۵ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۲ زره او ۷۶۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې  ۱۳۵ زره او ۱۲ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۱۶ زره او ۷۴۰ ټنه، چې ټولټال  ۱۶۴ زره او ۶۷۱  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، چې په تېرو دوو اوونیو کې دوه زره او ۹۶۰ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.