ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روان لمریز کال له پيل راهیسې نږدې ۵۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د خراسان رضوي ولایت مسولینو ویلي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې له ۴۹۰ زره ډېر افغان کډوال د دې سیمې له پولو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دوی زیاته کړې، چې ۶۸ سلنه افغان کډوال د دوغارون پولې له لارې، ۳۲ سلنه د سیستان له لارې او یو سلنه د جنوبي خراسان پولې له لارې له ایران څخه افغانستان ته تللي دي.

بلخوا د تاجکستان د اصلاحاتو او ودې غورځنګ مشر شرف الدین ګدایف له افغان اتباعو سره د ایراني چارواکو چلند په کلکه غندلی او دا یې “ظالمانه او ناانساني چلند” بللی دی.

د یاد غورځنګ په خبرپاڼه کې ویل شوي: “له اسلامي هېوادونو، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او نړیوالو بشري حقونو ادارو څخه غواړو، چې د ایران له لوري د افغان کډوالو پر وړاندې د شوي بد چلند په اړه خپلواکې پلټنې پیل کړي.”

د هرات سیمه‌ییز مسولین بیا وايي، چې په تېرو ۱۳ ورځو کې له ۳۳۰ زره ډېر افغان کډوال د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي.

دوی زیاتوي، په یادو راستنو شویو افغانانو کې ډېری هغه کسان هم شامل دي، چې شتمنۍ يي په ایران کې ترې پاتې دي.

د هرات سوداګرو ډاډ ورکړی، چې شاوخوا ۱۰ زره هېوادوالو ته به په صنعتي ښارکوټي او کارخونو کې کاري زمینه برابروي.

له بل لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې بېرته راستنېدونکو ته یې د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له دې وړاندې ویلي و، چې ۴۰ سلنه مرستندویه بنسټونو خپلې مرستې کمې کړې او بېرته راستنېدونکي لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.