ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۱/۱۰ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۴/۱۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۴۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۷ تنه و، ننګرهار، کونړ او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۵۲زره  افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۸ کورنیو سره ټولې۶۱۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوې کورنیو سره ټولې لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۶۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۴۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۳ تنه و، کندهار، هرات، هلمند، ارزګان، هلمند، پکتیکا او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۲۰۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۴ کورنیو سره ټولې۵۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۶۳۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۰۵ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۳۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې یو زر او ۳۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ زره او ۹۷۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۹۶۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه ۶۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱۰ تنه و فراه، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۴۷۵ زره افغانۍ کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۶۰۷ کورنیو سره ټولې ۱۳ میلیونه او ۷۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې څلور زره او ۳۷۸ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته یو زر او ۳۴۳ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې دوه زره او۲۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې لس زره او ۳۳۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه زره او ۲۴۶ کورنیو سره ټولې۲۲ میلیونه او ۹۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               درې زره او ۶۴۸ کورنۍ او ۱۷ زره او ۶۲۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۱۴۹ کورنۍ او یو زر او ۶۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:             درې زره او ۹۹۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          یو زر او ۳۸۲ عدده