د کورنيو چارو وزارت د رهبرۍ جلسې د پرېکړې او د یاد وزارت د وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د منظورۍ پر اساس ټول نظامي مسولین او منسوبین مکلف دي چې د دندې د اجرا پر مهال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري له منظور شوي یونیفورم څخه ګټه واخلي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې دغه اقدام به د پولیسو په پیژندګلوي کې د ولس لپاره اسانتیاوې را منځ ته کړي.

