د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو اصلاحشویو تخمونو د نویو ډولونو د معرفي کولو په موخه له یوه خصوصي شرکت سره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د یاد هوکړهلیک په مراسمو کې د دې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د مالي او اداري چارو مرستیال ملا اغاجان «حاجي سالم»، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مرستیال محمد یونس مهمند، د امارتي شرکتونو، ښاري اوبو رسولو او فاضلابو اجراییوي رییس مولوي غلامالرحمان کظیم او د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ رییس مولوي نصرالله طلحه شتون درلود.
مولوي صدراعظم عثماني ویلي:«د باکیفیته اصلاحشويو تخمونو تولید د بزګرانو اقتصاد ته وده ورکوي، د ناروغیو کچه راکموي او د حاصلاتو د زیاتوالي لامل ګرځي. موږ د کورنیو پانګوالو ملاتړ ته ژمن یو او باید په ګډ کار وکړو ترڅو د اقلیم بدلون او نباتي ناروغیو پر وړاندې مقابله وکړو.»
د مالي او اداري چارو مرستیال ملا اغاجان «حاجي سالم» ویلي:«معیاري او علمي څېړنې د کرنې د پرمختګ بنسټ دی. د لوړکیفیته تخمونو تولید د حاصلاتو د زیاتوالي او د خلکو د ژوند د ښه والي لامل ګرځي. د شته امنیت او مناسب کاري چاپېریال په شرایطو کې، موږ د ټولو افغان شرکتونو ملاتړ کوو.»
دغهراز د سوداګرۍ خونې مرستیال او د کرنې وزارت د څېړنیزو بنسټونو استازو هم د اصلاحشویو تخمونو د تولید او د کورني ظرفیت د لوړولو پر اهمیت خبرې کړې، ترڅو له نړیوالو بازارونو سره سیالي ممکنه شي.

