د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني نن د خپلو سفرونو په لړ کې بامیانو ته لاړ او هلته یې له ځايي چارواکو، قومي مشرانو او عامو خلکو سره په جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه.
د غونډې په پیل کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د خلیفه په مشري راغلي پلاوي ته د هرکلي تر څنګ دا راتګ د یاد ولایت د خلکو لپاره یو ستر ویاړ وبلل شو.
ښاغلي سرحدي ویلي، چې له ډېرو قربانیو وروسته متحد شوي یو، نور مو دښمن باید په ډلو او ټپلو و نه وېشي.
دغه راز په دې ولایت کې د مذهبي توپیرونو پر ځای د شیعه او سني مذاهبوتر منځ د مینې او محبت فضا رامنځته شوې او د دواړو مذاهبو پیروان په یوه جومومات کې لمونځ او په یوه کور کې دیووالي په فضا کې ژوند کوي.
د دې ولایت د پوهنې ریاست مرستیال او قومي مشر ناظر جعفري ویلي؛ د امریکا په ګډون دوو سترو امپراتوریو غوښتل چې د افغانستان خاوره او دا غیور ولس اشغال کړي، خو دلته ذلیل او له تاریخي ماتې سره مخ شول.
د نوموړي په وینا؛ بامیان کې هیڅ راز مذهبي، سیاسي او امنیتي ستونزه نشته او ټول قومونه په یووالي او بشپړ امنیت کې ژوند کوي.
شیخ رمضان علي کریمي ویلي؛ هېواد کې د امریکايي ځواکونو د ظلم دوره ختمه او موږ له امتحانونو بریالي راووتلو.
اوس د نظام بقا او ملاتړ زموږ مشترک مسولیت دی.
ښاغلي کریمي زیاته کړې، چې هزاره او اهل تشیع په شل کلن جهادي پېر کې د نورو قومونو په څېر ونډه اخیستې ده.
د پوهنتون د استادانو په استازولي باز محمد فروغ ویلي، چې د خلیفه صاحب راتګ د قومونو د اتحاد او لا ډېر نږدې معرفت بنسټونه غښتلي کوي.
د پوهنتون او مدسې د قشر وحدت هم د ملي وحدت د پیاوړتیا سبب هم ګرځي.
خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، “له پېړیو راهیسې افغانانو د اشغالګرو پر وړاندې مقاومت کړی او بریالي شوي، خو له بریالیتوب سره سره یې د نظام د ټینګښت په برخه کې بشپړه کامیابي نه ده تر لاسه کړې.
موږ او تاسې په هغه پړاو کې یو چې د نظام د استحکام ستر او ستونزمن مسوولیت را تر غاړې دی.
ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې د افغانانو لپاره د باميان د ولسونو اتحاد یوه غوره بېلګه او سمبول دی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ زموږ پر خلکو د بې اتفاقي لپاره ډېر کار وشو، چې افغانستان په قومونو، مذهبونو، سمتونو، رنګ او نورو نقطو ووېشي، مګر دا خلک په اعتقادي وحدت ټینګ پاتې شول.
د ښاغلي وزیر په وینا؛ په سیمه کې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې مذهبي او قومي تفاوت د جنګ جګړې او اختلاف سبب نه دي ګرځېدلي، بلکې د متنوع او متوازنې ټولنې د جوړېدو باعث شوي دي.
امارت کې تعصب ګناه بلل کېږي او باید د هېواد په ابادي کې پردیو ته انتظار ونه کړو، خپله یې ورغوو.
دغهراز څوک چې د هېواد بیارغونې لپاره لاس راکوي، هرکلی یې کوو.
د هزاره قوم وتلو سیاسي مشرانو ته بلنه ورکوو چې دلته د دې نورو درنو سپین ږیرو په رنګ ژوند وکړي، زموږ هېچا ته انتقامي فکر نه شته او د نړۍ لپاره مو هم د تعامل دروازې خلاصه ده.
د بامیان د خلکو ستونزې مې واوریدې ان شاءالله په لنډ وخت کې به یې د حل په موخه هڅې وکړو او تر رهبرۍ پورې به یې ورسوو.”
د کورنیو چارو سرپرست وزیر تېر ته په کتو ویلي؛ دلته ځینې ستونزې له یرغلګرو په میراث پاتې دي، چې موږ به یې د خدای ج په فضل او د ولس په ملاتړ حل کوو.

