د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم کندهار ته د سفر په ترڅ کې، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون له مسوولینو او استادانو سره ناسته کړې.
ښاغلي ندیم په یاده ناسته کې د دې پوهنتون د فوق لېسانس برنامو او کیفیت ساتنې چارې ارزولي، د محصلینو ستونزې یې اورېدلي او له مسوولینو سره یې په دغه پوهنتون کې د علمي پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
د لوړو زدهکړو وزیر د یاد پوهنتون استادانو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو د هېواد ډېر مهم خلک یاست، مهمه دنده در سپارل شوې او د تحصیلي نظام د ملا تیر یاست.»

