د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا په ټکزاس کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۸۲ کسانو ته لوړ شوی. په قربانیانو کې ۲۸ ماشومان هم شامل دي.
ویل کېږي، چې په مرکزي ټکزاس کې د سختو بارانونو او سېلابونو د اټکل له امله خلک لا هم له ګواښ سره مخ دي او ژغورونکې ډلې په چټکۍ سره د لادرکه کسانو په پلټنه بوخت دي.
د ټکزاس والي ګریګ ایبټ ویلي، چې تر دې دمه ۴۱ کسان لادرکه دي او ښايي دا شمېر ډېر لوړ وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله څرګنده کړې، چې د جمعې تر ورځې به ټکزاس ته ورسېږي.
نوموړي خبریالانو ته ویلي، چې دا وېروونکې پېښه وه، ډېره وېروونکې.
ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، په ټکزاس کې د سېلابونو له امله د مړو شویو خپلوان او کورنۍ له داسې غمیزې تېرېږي، چې تصور یې ناشونی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکايي ساحل ساتونکو له مرستندویانو سره یو ځای له ۸۵۰ ډېر خلک ژغورلي دي.

