له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د یوې خصوصي موسسې له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال، د څه باندې ۶۴ زره ډالرو په ارزښت د مرستې هوکړهلیک لاسلیک کړی.
ښاغلي ترابي ویلي، چې د افغانستان خلک له طبیعي پېښو څخه سخت اغېزمن کېږي، نو اړینه ده چې پر وخت او کافي مرستې ورته ورسول شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د بشري مرستو د وېش لپاره یې موسسو ته د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د موسسې رییس د خپلې پروژې په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د پروژې له مخې به زیانمنو شویو کورنیو ته د اړتیاوو د پوره کولو په موخه نغدي مرستې د دې ادارې د ولایتي دفتر له مسوولینو سره په همغږۍ او د هغوی په شتون کې ووېشل شي.
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې په وینا، د یاد هوکړهلیک له مخې به د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې ۳۹ زیانمنو کورنیو ته د کورونو د بیارغونې په موخه ۵۵۰ ډالر ووېشل شي او همدارنګه به ۱۵ کورنیو ته د دوه زره ډالرو په ارزښت بېړنۍ سرپناوې جوړې شي.

