ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د چارو پرمهال عدالت ته پام او له شته ظرفیتونو څخه اغېزمنه ګټه واخلئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د دې وزارت اداري ناسته وشوه.

په ناسته کې مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني، د وزارت مرکزي رییسانو او اړوند مسوولینو ګډون کړی و.

په دې ناسته کې له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د بهیر، ستونزو او حل شويو مواردو ارزونه وشوه او د اجنډا له مخې، اړوند رییسانو د هرات ولایت د اسلام قلعه بندر او نیمروز ته د وزارت د استول شوي پلاوي راپورونه وړاندې کړل.

د راپور له مخې، اسلام قلعه کې د ثبت مرکزونو ستونزې هوارې شوې، اړین تجهیزات پر وخت رسېدلي، د کډوالو د ثبت بهیر منظم روان دی، خدمات شپه‌ او ورځ وړاندې کېږي او همداراز، د برېښنا پخوانۍ ستونزه هم په هرات او نیمروز کې هواره شوې ده.

مولوي عبدالکبیر د کډوالو مرکزي مسوولینو ته د سپارښتنو پر مهال ویلي، چې په خپلو چارو کې عدالت ته پام وکړي او له شته ظرفیت څخه اغېزمنه ګټه واخلي.

نوموړي په پولو کې د کډوالو چارو د کارکوونکو د هڅو او کار ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په هرات او نیمروز کې د راستنېدونکو هېوادوالو لړۍ مدیریت شوې او په کمه موده کې پر حالت بر لاسه شوي دي.

مولوي عبدالکبیر همداراز ویلي، له کډوالو عالي کمېسیون سره دې همغږي نوره هم پیاوړې شي او په هرات کې دې د پاتې ستونزو حل ته جدي پام وشي.

 نوموړي مسوولینو ته دنده سپارلې، چې د فراه ولایت له لارې د احتمالي راستنېدونکو زیاتوالي ته دې چمتووالی ونیول شي او وضعیت دې له نږدې وڅارل شي.

د ناستې په پای کې د داخلي بیځایه شویو د انتقال، په پکتیا کې د کډوالو ښارګوټي د کیفیت، له معارف وزارت سره د کډوالو لپاره د ښوونځیو د چارو پیل او یو شمېر نورو ستونزو حل په اړه پریکړې وشوې او اړوندو مسوولینو ته اړینې دندې وسپارل شوې.چارو پیل او یو شمېر نورو ستونزو حل په اړه پریکړې وشوې او اړوندو مسوولینو ته اړینې دندې وسپارل شوې.