د بلخ ولایت د مقام رسنیز دفتر وايي، چې په لومړي ځل له دغه ولایت څخه ۲۱ ټنه مینځونکي توکي د انګلستان پلازمېنې لندن ته صادر شوي دي.
د کارخونې مسولین وایي، چې تر دې وړاندې یې یوازې له اوزبیکستان سره سوداګري درلوده، خو دا ځل یې د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي لندن ته صادر کړي او تمه لري، چې تر راتلونکو پینځو کلونو به انګلستان ته د دې توکو صادرات دوام ومومي.
بلخوا د بلخ سیمهییزو چارواکو ټینګار کړی، چې د افغان سوداګرو د صادراتو د زیاتوالي لپاره به اړین فرصتونه برابر کړي.

