ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یوه چینایي شرکت په افغانستان کې پراخې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د چین د یوه خصوصي شرکت درېیو استازو وینکتون، یازونګ او رین سن لین د بلخ له والي حاجي محمدیوسف وفا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد شرکت استازو په بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کرنې، صنعت، کانونو، سړک جوړولو او رېل پټلۍ برخو کې پراخې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.

دغه‌راز په یاده پانګونه کې د بلخ په حیرتان کې د یوه صنعتي پارک جوړول او د دې ولایت د سرې او برېښنا فابریکې بیارغونه، د بدخشان ولایت واخان او چین ترمنځ د ګډ سرحدي بازار او له کندهار څخه تر هرات پورې د رېل پټلۍ پروژې شاملې دي.

 همدارنګه یاد شرکت د دره‌صوف د سکرو معیاري استخراج، د نفتو تولید، د جبل‌السراج د سمنټو فابریکې ماشیني همکارۍ او په کندهار کې د اوښانو لوی فارم او د شېدو فابریکې جوړولو برخه کې هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

 ورته مهال د بلخ والي د یاد شرکت د پلانونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې یادې طرحې باید ژر تر ژره عملي شي.