د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي د کونړ ولایت په هغو ولسوالیو کې، چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي، د ۱۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۸ منظور شویو پروژو له جملې د ۳۵ پراختیایي چارې پيل کړې.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کونړ والي، سیمهییزو مسولینو او ګڼ شمېر ولسي خلکو ګډون کړی و.
په پیل کې د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه ویلي، چې د اسلامي امارت له لوري ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خلکو د ستونزو د حل لپاره دا ډول پروژې یو مهم او ارزښتناک ګام دی.
نوموړي زیاته کړې، چې موږ تل د خپل ولس غوښتنو ته لبیک وایو او ژمن یو، چې په بنسټیزو برخو کې خپلو خلکو ته باکیفیته خدمتونه وړاندې کړو.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال بیا ویلي، چې د کونړ ولس د اسلامي نظام د بریا او ثبات په برخه کې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي، نو د اسلامي نظام مسولین هم ژمن دي، چې د ولس د اخلاص او قربانیو قدرداني وکړي او بنسټیز خدمات ورته ورسوي.
نوموړي زیاته کړې، چې له نورستان وروسته نن لله الحمد په کونړ ولایت کې د صحت، پلونو، د اوبو شبکو او سړکونو په برخو کې د ۳۵ پروژو د پیل شاهدان یو او إن شاءالله په بشپړېدو سره به یې د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي.
د سیمې ولسي مشرانو د اسلامي امارت له لوري د دې پروژو پیل ته خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې دا د متوازن انکشاف، سوکالۍ او د اشغال پر وړاندې د خلکو د کلونو قربانیو عملي ځواب دی.
هغوی غوښتنه کړې، چې دا ډول خدمتونه دې د کونړ نورو سیمو ته هم وغځول شي، تر څو د خلکو اړتیاوې په لا ښه ډول پوره شي.

