د رویټرز د راپور له مخې، امریکايي میلیاردر او د ټسلا او سپیسایکس شرکتونو رییس ایلان ماسک د نوي سیاسي ګوند (د امریکا ګوند) د جوړېدو اعلان وکړ.
نوموړي له خپلو پلویانو څخه د نوي ګوند په تړاو له نظر اخیستلو او پراخ ملاتړ وروسته د یاد سیاسي ګوند جوړېدل اعلان کړل.
ماسک دا ګوند د ټرمپ له سیاستونو په ځانګړې توګه د هغه له مالیاتي لایحې سره له مخالفت وروسته جوړ کړی دی.
هغه ویلي، چې ګوند به یې امریکایان یو ځل بیا له خپلواکۍ څخه برخمن کړي.
ایلان ماسک له ډونالډ ټرمپ سره د ټاکنو په کمپاین کې میلیونونه ډالر ولګول او د نوموړي له بریا وروسته د حکومت د مؤثریت ادارې مشر وټاکل شو. وروسته د دواړو تر منځ اختلافات رامنځته شول او ماسک له خپلې دندې لاس په سر شو.
په دې وروستیو کې ایلان ماسک د نوي ګوند د جوړېدو خبره راپورته کړه، چې بالاخره یې د خپلو پلویانو له پراخ ملاتړ وروسته د امریکا ګوند اعلان کړ.

