ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزني کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې رغنیزې چارې پيل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د غزني ولایت د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې د څه باندې ۱۰۹میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د دې وزارت د وزیر ملا عبداللطیف منصور، د غزني والي مولوي عبدالصمد جاوید، سلاکارانو، ریيسانو، قومي مشرانو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوې دي.

ملا عبداللطیف منصور په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د سلطان بند ارزښت د اوبو مدیریت او د کرنې د پراختیا لپاره حیاتي بللې ده.

نوموړي ویلي، چې له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې په هېواد کې شرعي نظام، امنیت، اقتصادي پرمختګ، قومي یووالی او د زغم او مننې فضا رامنځته شوې ده، له همدې امله ولس هم مسوولیت لري، چې له دغه نظام څخه په اخلاص، اطاعت او وفادارۍ سره ملاتړ وکړي.

په ورته مهال، د غزني والي په دغو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت کړنې ستایلي او د سلطان بند پروژه یې د اوبو د مدیریت په برخه کې یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه بللې ده.

له بلې خوا، د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار فاروق اعظم ویلي، د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان خلک هره ورځ د امن په فضا کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټولګټو پروژو د پرانیستې شاهدان دي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه پروژه کې د بند لوړوالی د دوه نیمو مترو په اندازې سره، د بند تر ګواښ لاندې سیمو د بیارغونې او ټینګښت، د پاورهاوس جوړونه، د اوبو وتلو پایپونو، دروازو، پرچاوو بیارغونه، د چک او کنټرول په موخه پر بند باندې د سانسورونو نصبول ، د بند پر محور باندې د لمریزو ګروپونو نصبول او د ساتونکو د ودانۍ جوړونه شامله ده، چې د یوه کال په موده کې به بشپړه شي.

همدارنګه د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د بند لوړوالی له ۳۵ متره څخه ۳۷ اعشاریه ۵ متره او د ذخیرې وړتیا به یې له ۹ میلیون متره مکعب اوبو څخه ۱۳ میلیون متره مکعب اوبو ته لوړه شي، چې په ټوله کې به کابو ۱۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.