ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې ۳۵ کلنه او بلخ کې ۲۰ کلنه شخړه د تفاهم له لارې پای ته ورسېدې

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ نږدې ۳۵ کلنه اوږدمهاله شخړه، د دې وزارت د سیمه‌ییزو مسولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او خلکو په همکارۍ هواره شوه.

د یادې شخړې له امله دواړو لوریو ته درانه مالي زیانونه او د دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی و، چې مسوولينو يې ترمنځ د خير فيصله وکړه او دواړه خواوې د سولې او ورورولۍ فضا ته راوګرځېدې.

له بلې خوا، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار “بابه یادګار” سیمه کې د ځمکې د ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ ۲۰ کلنه شخړه هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د استازو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هواره شوه او دواړو لوریو د مشرانو پرېکړه ومنله او یو بل ته یې د ورورولۍ غاړې ورکړې.

همداراز د مزارشریف ښار نهمې ناحیې کې د دوو قومونو ترمنځ دوه کلنه شخړه، چې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې وه، د سیمه‌ییزو مشرانو په هڅو حل شوه او دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د یادو شخړو د هوارېدو په غونډو کې امارتي مشرانو خلک یووالي، ورورولۍ او د ستونزو د سولې له لارې د حل هڅو ته هڅولي او ژمنه یې کړې، چې اسلامي امارت به د ولسونو تر څنګ د هرې کوچنۍ او سترې ستونزې د حل لپاره ولاړ وي.