د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند پروژې د چارو له بهیر څخه د لیدنې پرمهال د دې بند د رغنیزو چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د یادې پروژې چارې شاوخوا ٢٠ سلنه پرمخ تللې دي، چې د چارو تر بشپړېدو وروسته به د ۲۵ ميليون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو او د نږدې يو مېګاواټ برېښنا د توليد وړتيا ولري

