ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اوربند د هڅو تر څنګ د صهیونیستي رژیم بریدونه؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۷۸ فلسطینیان شهیدان شوي

سره له دې چې نړیوال منځګړي هېوادونه د غزې په تړانګه کې د اوربند هڅې کوي، خو صهیونیستي رژیم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې لږ تر لږه ۷۸ فلسطینیان شهیدان کړي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د اسرائیلي رژيم د مشر بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی، چې یکشنبه به د دغه رژيم یوه پلاوي د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي، څو له حماس سره د احتمالي اوربند په تړاو له نږدې خبرې وکړي.

دا پرمختګ وروسته له هغې رامنځته شوی، چې حماس د جمعې په ورځ ویلي، دوی د امریکا تر منځګړتوب لاندې شوې اوربند طرحې ته «مثبت» ځواب ورکړی، چې له مخې به یې ۶۰ ورځنی اوربند ټینګ شي.

د امریکا له‌خوا وړاندې شوې اوربند طرحه دا هیله زیږوي، چې ښایي د اسرائیلو وحشیانه یرغل پای ته ورسېږي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اسرایئلي اشغال‌ګرو د جګړې له پیله تر دې دمه لږ تر لږه ۵۷ زره او ۳۳۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۳۵ زره او ۹۵۷ نور ټپيان شوي دي.