وروسته له هغې چې روسیې په یوه مهم دیپلوماتیک اقدام کې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژاند، د هېواد دننه د امارت چارواکو، سیاسي څېرو او هېوادوالو د دغه پرمختګ هرکلی کړی او تمه لري چې نور هېوادونه هم ورته ګام واخلي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د روسیې پرېکړه «مثبت او مهم ګام» بللی او ویلي یې دي: “موږ د روسیې له دغه اقدام څخه هرکلی کوو، دا کار به د دوه اړخیزو سیاسي اواقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.”
قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې ځینې نور هېوادونه به هم د روسیې د پرېکړې په تعقیب اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
نوموړي زیاته کړې: “ښایي په راتلونکو اوونیو یا میاشتو کې ښه خبرونه واورو.”
د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس محمد ذاکر جلالي ویلي، اسلامي امارت ثابته کړه، چې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره یو داسې تعامل ته داخلېدای شي، چې د ټولو ګټې پکې خوندي شي.
کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعامالله سمنګاني ویلي، چې روسیې له افغانستان سره د تعامل لپاره اصولي او ډيپلوماتیکه لاره غوره کړه.
نوموړي زیاته کړې، چې دا د اسلامي امارت د غوره بهرنۍ پالیسۍ له لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.
حافظ انس حقاني د روسیې لخوا د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته په اشارې سره ویلي، له اسلامي امارت سره رسمي تعامل یو روښانه واقعیت دی، چې هېڅوک ترې انکار نه شي کولای.
نوموړي زیاته کړې، د فشار او لرېوالي پالیسي هېڅ پایله نه لري او د ستونزو د حل لپاره یوازینې لاره تعامل او خبرې دي.
د حکومت د رسنیو مرکز رییس مولوي نعیمالحق حقاني ویلي، چې د روسیې لخوا د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د متقابل احترام پر بنسټ د فعالې دیپلوماسۍ څرګندونه کوي.
د بدني روزنې او المپیک ملي کمېټې لوی رییس مولوي احمدالله وثیق د روسیې حکومت دې اقدام ته په غبرګون کې ویلي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه یوه لویه لاسته راوړنه ده.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی ویلي، چې د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د حکومت په بهرني سیاست کې یوه ستره لاسته راوړنه ده.
د کابل ښار اوسیدونکي، د روسیې له لوري د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته په اشارې سره ویلي، هیله لري چې نور هېوادونه هم ورته اقدام وکړي.
دا غبرګونونه په داسې حال کې شوي دي، چې روسیې تېره ورځ په یوه لوی اقدام کې د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپېژنده او په مسکو کې د افغانستان د سفارت پر ودانۍ د اسلامي امارت رسمي بیرغ هم پورته شو.

